اعتصاب؛ د ټولنیزو علومو پوهنځي د بد اخلاقۍ ځواب؟!
بهمن ټکور  بهمن ټکور

 

له تېرو څلورو ورځو څخه راپدېخوا د ملي مخې ته د ګوتې په شمېر کسانو له لوري د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو پوهنځي مشر او یوه استاد پر وړاندې اعتصاب دوام لري؛ خو آیا په رښتیا سره د یاد پوهنځي مشر مفسد او بد اخلاقه دی؟

د تورونو خبره له نن څخه شاوخوا شپږ اووه کاله وړاندې هغه مهال پیل شوه، چې یو شمېر هزاره‌توکمو په ایران کې د ماسټرۍ او ډوکټورا تر کچې لوړې زدکړې کړې وې او د کابل پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو په ځانګړي توګه د ټولنیزو علومو په پوهنځي کې د استادۍ غوښتونکي وو. په کابل پوهنتون کې او د هېواد په کچه په نورو دولتي پوهنتونو کې د استادان جذب پروسه ستونزمنه ده او له ګڼو فلټرونو او آزموینو څخه وروسته نوي کسان کولای شي د استاد په توګه وټاکل شي. دغه ماسټران او ډاکټران، چې د ایران د آخوندي رژیم له لوري روزل شوي په لومړي سر کې د آزموینو پایلې یې داسې نه وی، چې ودې کولای شي په پوهنځيو کې د استاد په توګه دنده تر سره کړي او له بل لوري له دوی څخه دا وېره هم وه، چې د ایران ساتونکي ځواک ته څارګري و نه‌کړي؛ ځکه په ایران کې ډېری روزل شوي کسان که په هره برخه کې لوړې زدکړې ولري؛ لومړنۍ زدکړې یې په دینې مدرسو په ځانګړي توګه په قم کې تر سره کېږي، چې د ایران ټولې دیني مدرسې د ساتونکي شورا یا شورای نګهبان تر څار او اغېز لاندې دي او دغه شورا بیا د ایران د مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي. له همدې امله یاد ماسټران او ډاکټران، چې له یوه لوري یوازې د ماسټرۍ او ډاکټرۍ سندونه یې ترلاسه کړي او له بل لوري ډېری کسان یې د ایران ساتونکي ځواک ګومارل شوي کسان دي، د کابل پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو په ځانګړي توګه د ټولنیزو علومو په پوهنځي کې د یو شمېر هېوادپاله استادان له مخالفت سره مخ شول.

په لومړیو کې دغو کسانو ډېرې هڅې وکړې، چې په دولت کې د ایران نفوذ څخه په کار اخیستنې په کابل پوهنتون کې د ښوونکي په توکه وګومارل شي، چې په لګه کچه دغه کسان بریالي شول؛ خو ډېری برخه یې د لوړو زدکړو په خصوصي موسسو کې د ښوونکو په توګه دنده تر سره کوي، چې دغه لړۍ اوس هم دوام لري.

ایران او په هېواد کې د دوی تالي‌څټي د دې په لټه کې شول، څو په کابل پوهنتون کې خپل نفوذ زیات کړي. له نن څخه شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې په ولسي جرګه کې د غزني ولایت هزاره توکمو استازي محمدعارف‌رحماني د ایران همدې موخې پوره کېدو لپاره غږ پورته کړ، چې په کابل پوهنتون کې توکمیز او پرګنیز چلند کېږي او هزاره توکم له تعبیض سره مخ دی. پداسې حال کې، چې د ټولنیزو علومو په پوهنځی کې ډېری محصلین هزاره توکمه دي. د رحماني له غږ پورته کولو څخه وروسته پدغه پوهنځي کې هغه هزاره توکم، چې له ایران، رحماني او د دوی له ملګرو سره همغږي دي لاس پر لاریون پورې کړې او د دوه درې ورځو لپاره یې لاریون ته دوام ورکړ؛ خو وروسته بیا دغه مسئله تر یوه بریده چوپه پاتې شوه.

اما د کانکور آزموینې له تر سره کېدو څخه وروسته، چې د پراخو درغلیو په پایله کې د دایکندي ولایت شاوخوا اتیا سلنه د دولسم ټولګي فارغان لوړو زدکړو ته بریالي شول؛ د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو یو شمېر استادانو په رسنیو کې د دوی له درغلیو څخه پرده پورته کړه، چې یو ځل بیا د یاد پوهنځي استادانو او مشر پر وړاندې لاریونونه پیل شول او دا دی اوس اعتصاب پیل شوی دی.

په خواشینۍ سره، چې اعتصاب کوونکي محصلین د ایران او په هېواد کې د ایران تالي‌څټو په لومو کې لوېدلي دي. نه د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو مشر فاسد یا متعصب دی او نه یې هم ښوونکي ټول څه په هغو کسانو کې دي، چې له ځان څخه یې د قومونو ټیکه‌داران جوړ کړي او ګاونډي ایران ته کار کوي.

 


May 23rd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها